امریکا په افغانستان کې په بشپړډول ماته خوړلې ده
باید تیریګر په درستې دنیا کې د امریکا له سپيرې او بې شرمې ناکامۍ درس واخلي او پر نورو له تیریو لاس په سر شي څو خپل عزت او شرف خوندی وساتي .
زمونږخبریال راپور راکړ د یمن د ملی نجات حکومت د مرکچي ټيم مشر محمد عبدالسلام بیګا پخپل یوه ټولنیزپیغام کې لیکلي دي هر نیواک اوږدمهاله یا لنډمهاله پاي لري او دم ګړۍ د امریک،د افغانستان له شل کلن نیواکه وروسته بلاخره ناکامي په نصیب شوې ده او په یمن باندې تیریګر هیوادونه باید دغه بې شرمه او اټکلیدونکي ماته په نظر کې ونیسي .
محمد عبدالسلام ټينګار کړی ، دسعودي دښمن سره اړونده تالی څټي باید پوهه شي ، چې پرَدیو ته مخه کول ا و د ولس په ضد اقدام ترسره کول داسې جنایت دی چې له تاوان ،ذلت او بې ننګۍ پرته بله نتیجه نه لري .
هغه همدرااز وئیلي دي ، باید تیریګر په درستې دنیا کې د امریکا له سپيرې او بې شرمې ناکامۍ درس واخلي او پر نورو له تیریو لاس په سر شي څو خپل عزت او شرف خوندی وساتي .