په عراق کې پر امریکائي ترهه ګرو پوځيانو درې حملې شوي
Aug 17, 2021 11:14 Asia/Kabul
دعراق زیاتره خلک، حکومتي چارواکي او پارلیمان له خپل هیواده د امریکائي نیواکګر پوځ د سملاسي وتلو غوښتنه کوي .
صابرین نیوز خبری سایټ راپور روکړ ، دعراق خبرو سرچینو نن وئيلي دي ،دعراق په جنوب کې د امریکائي پوځيانو پر لوجیسټکي کاروانونو درې ځله حملې شوي دي .
ددغه راپور په اساس ، دغه حملې دعراق په السماوه ښار ، بابل او الدیوانیه ولایتونو کې شوي دي .
د خبر تر مخابیره کیدا پورې ددغو کاروانونو په ضد دحملو پړه چا په غاړه نه ده اخستې .
په همداوروستیو میاشتو کې دعراق په مختلف سیمو کې د امریکا د ترهه ګر پوځ په ضد په کرتو حملې شوي او دغه راز ورته ډير تاوانونه هم اوښتي دي .دعراق زیاتره خلک، حکومتي چارواکي او پارلیمان له خپل هیواده د امریکائي نیواکګر پوځ د سملاسي وتلو غوښتنه کوي .
ټیګونه