امریکا او هم تړونونه دې له یمنه ووځي
له افغانستانه د استعمار دلاسونو په لنډيدا سره له امریکا او د هغو د پيّلی سعودي عربستانه غواړو له یمنه دې ووځي او له دغه هیواده دې دشاتګ لپاره یو پلان تیار کړي ،څو د یمن ملت په ثبات کې او له نیواکګرۍ لیرې ژوند وکړي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د یمن د لوړې سیاسی شورا یوه مسئول مقام محمد علی الحوثي په یولړ څرګندونو کې ووئيل له افغانستانه د امریکائي استعمار ګر تر ټولو رووستي کس په وتلو سره واشنګټڼ او د هغو هم تړون سعودي باید له یمن څخه هم ووځي .
الحوثي د غه راز ووئل ، امریکا له افغانستانه خپل عسکر وباسل څو په خطرې کې نه وي ،خو لازمه وه اول امریکائي تیریګر له یمن څخه وتلي وائ څو دوي له لازیاتو خطرو سره مخ نه شي ، او سیمې ته ثبات او امنیت هم بیرته وګرځي .
محمد علی الحوثي زیاته کړې ده ، له افغانستانه د استعمار دلاسونو په لنډيدا سره له امریکا او د هغو د پيّلی سعودي عربستانه غواړو له یمنه دې ووځي او له دغه هیواده دې دشاتګ لپاره یو پلان تیار کړي ،څو د یمن ملت په ثبات کې او له نیواکګرۍ لیرې ژوند وکړي .
په عین حال کې محمد علی الحوثي ټینګار وکړ، یمن به د نیواکګرانو قبرستان شي .