نصرالله:
د لبنان د نوي حکومت له جوړیدو هرکلی کوو
د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په یوه وینا کښې د دغه هیواد د نوي حکومت د کابینې د جوړیدو هرکلی وکړ
د لبنان د حزب الله عمومي منشي بیګا په یوه وینا کښې د دغه هیواد د نوي حکومت د کابینې د جوړیدو هرکلی وکړ
ایرنا د المیادین چینل له قوله لیکلي چې حسن نصر ا... وویل: مونږ د حکومت د کابینې د جوړیدو هرکلی کوو او په دې لړ کښې د ټولو رول لوبونکو کسانو مننه کوو.
هغه زیاته کړه: د چارو د پرمخ بیونکو وزیراعظم حسان دیاب څخه د دغه مسئولیت د منلو او د هغه د صبر په وجه مننه کوو.
د لبنان د حزب الله مشر په دوام کښې وویل: د روان حکومت وړومبیتوب باید له ړنګیدو څخه د هیواد ژغورل، د اصلاحاتو راوستل او د خلکو معیشت وي.
حسن نصر الله د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې لبنان ته د ایران د سونګو د وړونکو کشتیو موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل: مونږ د وړومبنۍ کشتۍ په هکله دوه انتخابونه لري، لبنان یا سوریه خو د دې لپاره چې ځیني لوري له ستونزې سره مخامخ نه شي پریکړه مو وکړه چې دغه کشتۍ سوریې ته واستوله شي او د کوربه توب لپاره یې ابتدايي موافقه وشوه.
هغه زیاته کړه، د ځینو هغه خبرې چې ګني د ایران له خوا د تیلو د کشتۍ لیږل تشې رسندوي لافې دي او تمه یې درلوده چې اسرائیلیان به دغه کشتۍ په نښه کړي، غلطې وختلې.