امریکا باید په سوریې کښې غیرقانوني شتون پاې ته ورسوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i106084-امریکا_باید_په_سوریې_کښې_غیرقانوني_شتون_پاې_ته_ورسوي
روسیا الیوم ټیلي ویژن نن راپور ورکړ د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد ټینګار وکړ په سوریې کښې د امریکا د پوځیانو شتون غیرقانوني دی او هغوې باید زر له دغه هیواده ووځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2021 08:41 Asia/Kabul
  • امریکا باید په سوریې کښې غیرقانوني شتون پاې ته ورسوي

روسیا الیوم ټیلي ویژن نن راپور ورکړ د سوریې د باندنیو چارو وزیر فیصل مقداد ټینګار وکړ په سوریې کښې د امریکا د پوځیانو شتون غیرقانوني دی او هغوې باید زر له دغه هیواده ووځي .

فیصل مقداد وویل امریکا  باید له سوریې ووځي ګڼي هماغه مشکل چې په افغانستان او  نورو هیوادونو کښې ورسره مخامخ شوي وه  په سوریې کښې هم تکرار شي .

هغه وویل د امریکا تپلیو بایکاټونو د سوریې ملت په مشکل کښې راوستی دی او ملګري ملتونه په دې هکله د خپل رول په لوبولو سره باید د دغه ارګان د منشور او د هغه د اساس ساتونکی ووسي .

په تیرو څو کلونو کښې امریکا په لویدیځې اسیا سیمې په تیره بیا سوریې کښې د خلکو لپاره مشکلات رامینځته کړي او د هغوې تیل یې غلا کړي دي داسې اقدام چې له دې مخکې داعش ترهګرې ډلې په دغو سیمو کښې ترسره کاوه .

بل خبر دا چې د سوریې د قامشلي سیمې  یوشمیر خلکو په دغه سیمه کښې د ترکیې او د امریکا د نیواکګرو عسکرو په شتون باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .

د سوریې په شمال ختیځ کښې په الحسکه ولایت کښې د قامشلي خلکو په مظاهرو سره د ترکیې او د امریکا د نیواکګرو عسکرو په شتون اعتراض وکړ او په الحسکه ولایت کښې د حکومتي ښوونځیو په بندولو کښې د امریکا د ملاتړ وړ د سوریې د کرد ډیموکراټیک ځواکونو یعني د «قسد» ډلې  هرډول اقدام  یې وغاند .