د عراق وسلوال ځواک د انتخاباتو د امنیت تامینولوته تیاردی
ټاکل شوې ده ، دعراق وارمخکې پارلیماني انتخابات د اکتوبر په لسمه نیټه ترسره شي . د عراق کابو پنځه ویشت میلیون خلک په انتخاباتو کې د ګډون او د خپلو پارلیماني استازو دټاکنې د وړتیا شرائط لري .
المیادین ټيلیویژني چینل راپور راکړ ، د عراق د پوځ دلوئې درستیز والۍ ویندوي یحیی رسول نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل، له هر هغه چا سره به چې د انتخاباتو د امنیت د ګډوډولو پسې شي ،جدی چلند وشي .
رسول زیاته کړې ده ، ریزرؤ ځواک هم دانتخاباتو په وخت کې له هرډول بیړني وضعیّت سره د مقابلې لپاره په نظر کې نیول شوی چې په بشپړ ډول تیار دی .
د عراق دانتخاباتو د امنیت دتامینونکي لوړې کمیټې ویندوي غالب العطیه هم وئيلي دي ، امنیتی ځواک د امنیت د ټينګولو لپاره ،په بغداد او د هیواد په نورو ولایتونو کې د راي کابو اته زره دوه سوه اویا مرکزونو سره نزدې دیره شوی دی .
ټاکل شوې ده ، دعراق وارمخکې پارلیماني انتخابات د اکتوبر په لسمه نیټه ترسره شي . د عراق کابو پنځه ویشت میلیون خلک په انتخاباتو کې د ګډون او د خپلو پارلیماني استازو دټاکنې د وړتیا شرائط لري .