سورئې ته امریکائي ترهه ګرپوځ نورپوځي تجیهزات منتقل کړي
امریکا او متحدان ئې له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیر قانوني توګه او د سورئې د حکومت له اجازت پرته ددغه هیواد په شمالی برخو کې پوځي شتون ته دوام ورکړی دی .
ایران پریس خبری آژانس راپورورکړی ، د امریکانیواکګر او ترهه ګر پوځ پرون د سورئې دحاکمیّت او دنړیولو قوانینو په خلاف ورزۍ سره یو ځل بیا د خپلو پوځي او لوجیسټیکي تجهیزاتو باندې بار د ۵۶ ګاډو ستر کاروان دعراق له شماله دسورئې ټاټوبی ته داخل کړی دی .
په راپور کې وئيل شوي دي ، د امریکائي ترهه ګرو اونیواکګرو پوځیانو دغه کاروان د سورئې په شمال ختیځ حسکه اودیرالزور ولایتونو کې دخپلو غیر قانوني ترهه ګرو پوځي مرکزونو دپیاوړتیا لپاره دغه هیواد ته وارد کړی دی .
د سورئې درسمي خبري آژانس سانا دراپور په اساس،دغه کاروان د الولید له غیر قانوني لارې سورئې ته وارد شوی دی . په تیرو څو میاشتو کې امریکا د پوځي او لوجسټیکي تجهیزاتو او وسلو باندې بار په زرګونو ګاډي دسورئې خاورې ته وارد کړي دی څو په دغه هیواد کې دتیلو اوطبیعي سرچینو د غلا اونغرلو لپاره په دغه هیواد کې خپل غیر قانوني شتون لاپیاوړی کړي .
امریکا او متحدان ئې له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په پلمه په غیر قانوني توګه او د سورئې د حکومت له اجازت پرته ددغه هیواد په شمالی برخو کې پوځي شتون ته دوام ورکړی دی .