په اسلامي وحدت کانفرنس کښې د سيد حسن نصرالله د وېنا زيات اهميت
(last modified Wed, 20 Oct 2021 10:38:19 GMT )
Oct 20, 2021 15:08 Asia/Kabul
  • په اسلامي وحدت کانفرنس کښې د سيد حسن نصرالله د وېنا زيات  اهميت

د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله د نهې په ورځ په تهران کښې د اسلامي وحدت د پينځه دېرشم نړيوال کانفرنس په وړومبنۍ ورځ په يو ويډيوئي پېغام کښې د اسلامي هېوادونو لخوا لپاره د خپلو نجربو او کارکردګيو د شريکولو په هدف سره په تهران کښې د اسلامي نړۍ د علماؤ په دوره اي شتون تاکيد وکړ.

د لبنان د حزب الله مشر دغه څرګندونې د اسلامي مذهبونو ترمېنځ د نزدېکت او د مسلمانانو او اسلامي علماو ترمېنځ د لا زياتو ملګرتياو او غږملتياو په هدف سره وړاندې کړې. په يو حساس او ډېر مهم وخت کښې چې اسلامي هېوادونه او ملتونه ورسره مخامخ دي د سيد حسن نصرالله د وېنا اهميت زيات د پام او استفادې وړ ده. په موجوده وخت کښې د اسلام دښمنان د اسلامي هېوادونو د تجزيې او تقسيمولو، د اسلامي مقدساتو د سپېځلتيا د ختمولو، د اسلامي آثارو له منځه وړلو او له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د جوړولو په قالب کښې د سيمې د يوې اصلي موضوع په توګه د دغه رژيم د ځاے کولو لپاره هلې ځلې کوي چې د هغو له مخې عرب رژيمونه بايد د خپل حاکميت او حکومت د دفاع لپره پرې تکيه وکړي.

په حقيقت کښې سيد حسن نصرالله په دې وېنا سره د اسلامي علماو لخوا د اسلامي هېوادونو د عمومي افکارو د روښانه کولواو د هغو دسيسو په باره کښې چې د اېشيا د لويديځه سيمه او په کلي توګه يې ټوله اسلامي نړۍ په نښه کړې ده د خبرداري ورکولو په ضرورت باندې تاکيد وکړ او له صهيونېسټ رژيم سره د اسلامي هېوادونو د تعلقاتو د جوړولو د خطراتو په اړه د اسلامي ملتونو د قانع کولو په باره کښې د اسلامي علماو ترمېنځ د ملګرتيا او غږملتيا په ضرورت يې ټينګار وکړ.

د لبنان د حزب الله مشر په دغه چوکاټ کښې زياته کړه چې له تېرو کلونو راهسې اسلامي نړۍ له سترو مشکلاتو او فتنو سره مخامخه ده او د استکباري قوتونو چې په سر کښې يې امريکه ده د مسلمانانو ترمېنځ تعلقات يې په نښه کړي دي. نو ځکه د اسلامي وحدت د کانفرنسونو يوه کارکردګي او رول په دې باره کښې زيات موثر کېدې شي، هم هغه ډول چې سيد حسن نصرالله تاکيد وکړ چې هغه کاميابۍ او نتائج چې په وروستيو شلو کلونو کښې د اسلامي وحدت په کانفرنسونو کښې ترلاسه شوې له زياترو ګواښونو او خنډونو نه په تېرېدو او ورسره په مقابله کولو کښې زيات رول لرلے دے.

د سيد حسن نصرالله د وېنا يو بل اهميت په دې وجه د ے چې له سيمې وراخوا  سلطه غوښتونکي قوتونه د صهيونېسټ رژيم سرطاني غُدې په محوريت سره د خپلو شېطاني سياستونو د اجرا په خاطر د مسلمانانو وحدت او يووالے د اسلامي نړۍ به خلاف د پلانونو او دسيسوږ د شنډولو لپداره ترټولو مهم اوتاثير کؤنکے سبب بولي، هغه پلانونه چې د په سيمه کښې د ځينو رژيمونو او د امريکې د ګوډاګيو په ملګرتيا سره د سيمې د ملتونو په خلاف اجرا کيږي. دقيقاً په همدې وجه د لبنان د حزب الله مشر د اسلامي علماو په وحدت، غږملتيا او ملګرتيا سره د امريکې او استکبار په ګونډو کولو لپاره د کوشش په ضرورت تاکيد وکړ، ځکه چې هغه دغه غږملې هلې ځلې چې نتيجه به يې د مسلمانانو ترمېنځ وحدت او يووالے وي له شېطاني دسيسو سره د مقابلې لپاره يو اصلي عامل بولي.

په اوسني وخت کښې چې د صهيونېسټ رژيم له کوششونو څخه د ذهنونو د لرې کولو په هدف سره اسلامي نړۍ  په فلسطين کښې د اسلامي مقدساتو د نيولو او غصب کولو، د مسلمانانو د تشخص د ختمولو لپاره د هڅو او د اسلامي هېوادونو ترمېنځ د تفرقې او بې اتفاقۍ د رامنځته کولو په شان له مختلفو دسيسو سره مخامخه ده د سيد حسن نصرالله وېنا له دغه حالت نه د اسلامي نړۍ د بهر وتلو لپاره علاج ګڼل کيږي چې په دقيقه توګه د امريکنيانو، صهيونېسټانواو سعوديانو د دسيسو مقابل ټکے دے.

---------

 

ټیګونه