د اسرائیلو ګواښونو ته د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا د مشر له معنا ډک ځواب :-
نن سبا د ایران پرضد د اسرائیلو رژیم د چارواکو ماجرا غوښتونکي او لمسونکي ګواښونه او چټي خبرې زیاتې شوي دي .
په دې زمینه کښې تر ټولو چټي خبرې د ایران پرضد د ورانکارو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د صهیونیسټ رژیم د بودجې بیلول دي .
د ایران د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي شمخاني د اسرائیلو دغو ګواښونو ته په غبرګون کښې په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل صهیونیسټ رژيم باید د ایران پرضد د شرارت لپاره د یو(۱) اعشاریه پینځه(۵) میلیارډه بودجې د بیلولو پرځاې د ایران له ځپونکي اقدام څخه د تاوانونو د جبرانولو لپاره د لسګونو زره میلیارډه ډالره بودجې د تامینولو په فکر کښې ووسي .
د صهیونیسټ رژيم مشرانو په تیرو لسو (۱۰) کلونو کښې په ځلونو ایران ته ګواښ کړی دی خو په عین حال کښې پوهیږي چې له ایران سره د نیغ په نیغه مقابلې وس نلري او که چیرې په ایران د تیري کولو او د پوځي اقدام پړاو ته ورننوځي نو داسې ځواب به ترلاسه کړي چې د دغه رژیم د نابودۍ سبب به شي .
پر دې اساس د اسرائیلو له نظره ښه انتخاب د ایران پرضد د ګواښ د سیاست دوام دی .
د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر« نفتالي بنت» امریکا ته په وروستي سفر کښې په همدغه کړچار سره د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په خبرو کښې د ایران پرضد د ادعا وړ نوي سټراټيژۍ وړاندې کړه له ګواښ څخه داسې ډکه سټراټيژۍ چې د صهیونیسټ رژيم چارواکو هغه په زرګونو زخمونو سره مرګ نومولي ده .
په دغه سټراتيژۍ کښې د یوې (۱) سترې او د سختې حملې پرځاې د ډيپلوماسۍ او د پوځي توب په شمول په بیلابیلو جبهو کښې د بې شمیره کوچنیو اقداماتو د جوړښټ له لارې د ایران له اسلامي جمهوریت سره مقابله کول شامل دي .
په دې زمینه کښې دوو(۲) ټکو ته اشاره کول ضروري دي : لومړۍ (۱) دا چې د اسرائیلو اقدامات د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده چې مسولیتونه ملګروملتونو او امنیت شورا ته متوجه کوي .
په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي او سفیر مجید تخت روانچي د امنیت شورا پړاویز مشر ته په لیک کښې ولیکل د ملګروملتونو د یوه(۱) بنسټ کیښودونکي غړي پرضد د اسرائیلو د رژیم دغه ښکاره او په ډاګه سیسټامټیک ګواښونه د نړیوالو حقوقو په تیره بیا د ملګروملتونو دمنشور د دوهمې (۲) مادې ښکاره خلاف ورزۍ ده .
دوهم (۲) ټکی د ایران پرضد د اسرائیلو رژیم د احتمالي پوځي ماجرا غوښتنې او د هر ډول غلطو محاسباتو پایلو ته توجه کول دي .
په دې مینځ ومان کښې هغه موضوع چې د صهیونیسټ رژیم اندیښنه یې راپارولي ده د ایران پرضد د زیات دباو په دوام کښې بندون ته د امریکا رسیدل دي .
په حقیقت کښې د ایران د ملت د حقوقو د رعایتولو لپاره امریکا ته بل هیڅ لاره نه ده پاتې .
پر دې اساس که چیرې اسرائیل دغه توهم لري چې د تکراري سناریوګانو په تکرارولو سره د سرو زرو(طلايي ) پړاو ته ستنیدلی شي په پریکنده توګه یې ستره محاسباتي غلطۍ کړي ده .
د ایران د پوځي اقتدار ازمویل د اسرائیلو لپاره ستر ریسک دی او دغه ریسک د اسرائیلو د موجودیت د نابودۍ معادل او برابر دی .
د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک مشر برید جنرال حسین سلامي په یوې (۱) مرکې کښې د ایران پرضد د صهیونیسټ رژيم ګواښونو ته په ځواب کښې وویل هغه دښمانان چې نن سبا له ګواښونو ډکې خبرې کوي په تیره بیا صهیونیسټ رژیم باید د ایران او د سپاه پاسداران ځواک د دفاعي او د یرغلیز قدرت په حقیقت پوه شي چې زمونږ په دفاعي سټراټيژیو او سیاستونو کښې له هر ډول دښمن څخه هیڅ ډول عمل په هیڅ سیمه کښې هیڅ د پرتله کولو وړ نه دی چې د زغملو وړ وي او دوې باید مونږ پریکنده او سختو غبرګونونو ته مجبوره نکړي .
د ایران اسلامي جمهوریت په ځلونو ثابته کړي ده چې د هیڅ ډول تیریګر اقدام په مقابل کښې په ساز باز ونکړي او د اسرائیلو تر ټولو کوچنۍ غلطۍ ته به په سخت اقدام سره ځواب ورکړي .
په عراق کښې په عین الاسد کښې د امریکا په پوځي اډې باندې د ایران د سپاه پاسداران ځواک توغندوي حمله چې د ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني او د ابو مهدي المهندس او د هغه د یارانو د شهادت او د ټرور کښې د امریکا جنایتونو ته په ځواب کښې وشو د هغه یوازنۍ بیلګه ده .
نور نیوز ویبپاڼې په دې هکله په یوې (۱) شننې کښې ولیکل اسرائیل د ایران پرضد د پوځي اقدام جرات او توان نلري ځکه چې له لیونتوب دا ډول اقدام به په دغه رژیم باندې د هراړخیزه حملې او په تر ټولو لنډ ممکن وخت کښې د صهیونیسټ رژیم د ټولو پوځي او اقتصادي تاسیساتو او بیخ بنایانو د تباه کیدا لپاره شرایط برابر کړي .
حقیقت دا دی چې په سیمه کښې د اسرائیلو تیریو ته ځواب ورکولو نوي معادله رامینځته کړي ده او د دې ښودنه کوي که چیرې اسرائیلو یووخت کولای شو په ازادۍ سره په هر هیواد تیری وکړي او ځواب یې ترلاسه نکړي خو اوس دغه وخت پاې ته رسیدلی دی .