له صهیونیسټانوسره داړیکو عادي کیدا دې زرترزره ودرول شي
(last modified Sat, 04 Dec 2021 10:30:13 GMT )
Dec 04, 2021 15:00 Asia/Kabul
  • له صهیونیسټانوسره داړیکو عادي کیدا دې زرترزره ودرول شي

د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه ووئیل ،اسلامی امت باید له صهیونیسټي نیواکګرو سره د اړیکو دعادي کولو سیاست د درولو لپاره  هڅه وکړي .

 اسماعیل هنیه  نن له مهر خبری آژانس سره په خبرو کې ټينګار وکړ ،  له صهیونیسټانو سره داړیکو عادي کول دې ودرول شي ځکه  دغه سیاست  له شر اوشرارت پرته بل هیڅ شی نه دی ، څرګنده ده چې  له صهیونیسټانو سره داړیکو عادي کول ، یوازې د تل ابیب خدمت کول دي .

 هغه دغه راز ووظیل له صهیونیسټانو سره داړیو عادي کول  د اسلامی امت هیبت او عظمت  تر پوښتنې لاندې ورولي  او تاریخ ئې نابودوي .له همدې امله مونږ  د اسلامی امت درستو پرګنو ته بلنه ورکوو ، له صهیونیسټي نیواکګر رژيم سره د اړیکو دعادي کولو سیاست د درولو لپاره دې راپورته شي  او په دې زمینې کې دې هڅه وکړي .

د حماس د سیاسی  دفتر مشر ټينګار کړی ،داړیکو عادي کول باید پخپل  سیاست بیا کتنه وکړي ،ځکه  په دې سره داسلامی امت حیثیّت داغي کیږي . هغو حکومتونو ته چې له وحشي صهیونیسټي رژيم سره  داړیکو دعادي کولو د موافقې  ئې لاسلیک کړي دي ،پخپلو دغواقداماتو دبیا غور بلنه وکوو .  

په عین حال کې  د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر روښانه کړې ده ، قدس له صهیونیسټي دښمن سره د شخړې اساس دی ، مقاومت به هماغه شان  دځان پياوړتیا او چمتوو کولو ته دوام ورکړي او مقاومت به زمونږ سټراټژيکه موخه وي .