ملګري ملتونه دي د صهیونیستانو د یرغل په وړاندې د فلسطیني یانو ملاتړ وکړي
د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې په فلسطیني وګړو باندې د اسرائیلي رژیم د فوځیانو او ښاریزو تر وحشیانه بریدونو وروسته ۱۴۵ فلسطیني مدني ټولنې په یوه ګډه بیانیه کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
فلسطینی مدني ټولنې د ملګرو ملتونو څخه غوښتې ده چي د صهیونیستانو د بریدونو په وړاندې له فلسطیني وګړو ساتنه وکړي او د دغه وحشیانه یرغل د ختمېدو لپاره یوه نړیواله جبهه رامینځ ته کړي.
د القدس العربیه له راپور سره سم، په دې وروستیو کې د صهیونیستي ښارګوټو اوسېدونکي د اسرائیلي ځواکونو په ملتیا په عام فلسطیني وګړي بریدونه کوي او کورونه یې ورانوي.
د فلسطیني مدني ټولنو په بیانیه کې په فلسطیني وګړو باندې د صهیونیستي ښاریزو او فوځیانو له بریدونو څخه د یوې توکم پالي، رسوا او سیسټماتیکي جګړې په توګه یادونه کړې ده.
تېره شپه هم د برقې په ښارګوټي کې په فلسطیني وګړو باندې د صهیونیستي ښاریزونو او فوځیانو په برید کې لسګونه فلسطیني یانو ته مرګژوبله واوښتی.