په ویانا کې د موقتي موافقې بحث د ایران په سیاست کې هیڅ ځاي نه لري
د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې خبرواترو اتم پړاؤ د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه د مرستیال خارجه وزیرانو په سویه په ویانا کې پیل شوي او وئیل کیږي ، چې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دي .
زمونږخبریال راپور راکړ ،دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست اوملی امنیت د کمیشن مشر وحید جلال زاده دخبریالانو په ټول کې ووئیل اروپایان او امریکایان باؤري دی چې که په یوه لنډ وخت کې دامی او بشپړ موافقې ته ونه رسیدل شو ، نو دا قضیه دیوې موقته موافقې په عنوان سره په یوه ګام کې تعریف کوو .خو داسې هیڅکله هم نشي کیدلی .ځکه د ایران داسلامی جمهوریت سیاست اصلا ، دموقته موافقې پر چورلیز نه دی ولاړ او په یوې دایمي او رغنده موافقې پسې دی .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په ویانا کې د بندیزونون د لغوه کیدا په باب د نړیوالې ایټمي موافقې د لورو ترمینځ دخبرواترو په باب په دې خبرې په ټینګار سره چې خبرې اترې په ښه لور روانې دي،ووئيل،په ښه نیّت سره،یوې ښې موافقې ته د رسیدا لپاره لازمه اراده لرو او که لویدیځوال لوری هم دغه ښه نیّت او اراده ولرل شي،نو ښه موافقه انځورولی شو .
د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې خبرواترو اتم پړاؤ د دسمبر په اوه ویشتمه نیټه د مرستیال خارجه وزیرانو په سویه په ویانا کې پیل شوي او وئیل کیږي ، چې یوې حساسې مرحلې ته رسیدلی دي .