په «شیخ جراح» کې د صهیونیستانو تاوتریخوالو ته د اروپایي اتحادیې غبرګون
(last modified Mon, 14 Feb 2022 07:05:13 GMT )
Feb 14, 2022 11:35 Asia/Kabul
  • په «شیخ جراح» کې د صهیونیستانو تاوتریخوالو ته د اروپایي اتحادیې غبرګون

اروپایي اتحادیې د یوې بیانیې په صادرولو سره، د فلسطین په «شیخ جراح» سیمه کې د فلسطینیانو په وړاندې د صهیونیستي ښارګوتو د اوسېدونکو د تاوتریخوالو او بریدونو د بندېدو غوښتونکې شوه.

په نیواکي فلسطین کې د اسرائیلي ښارګوتو اوسېدونکي د اسرائیلي فوځیانو په ملاتړ سره، د خپلو تاوتریخجنو اقداماتو په دوام کې په قدس کې د «شیخ جراح» سیمي په فلسطیني وګړو یو ځلي بیا برید کړي.

اروپایي اتحادیې د یکشنبې په ورځ د یوې بیانیې په صادرولو سره، د صهیونیستي ښارګوتو د اوسېدونکو د اقداماتو په غندني سره، هغه غیر مسئولانه او پاروونکي بللي او په نیواکي قدس د شیخ جراح د سیمي په فلسطیني وګړو د بریدونو د بندېدو غوښتونکې شوه.

د دې لنډي بیانیې په دوام کې، اروپایي اتحادیې تاکېد کړي چي داسي اقدامات په دغه حساسه سیمه کې د شخړو او د لانجو د زور اخیستلو سبب ګرځي.

د شنبې او یکشنبې په ورځ د صهیونیستي ښارګوتو په لسګونو اوسېدونکي د دې رژیم د پولیسو په ملاتړ د نیواکي قدس په «شیخ جراح» سیمه کې په فلسطینیانو برید وکړ.

په تېرو ورځو کې د اسرائیلي وحشي ځواکونو له لوري د دریو فلسطیني وګړو تر ټرور وروسته، د فلسطیني وګړو او صهیونیستي فوځیانو تر مینځ لانجې زور اخیستي او د شیخ جراح سیمه د دغو شخړو مرکز ګرځېدلی دی.

 

ټیګونه