د بحرین خلکو د اسرائیلو بیرغ تر پښو لاندې کړ
فارس خبري اژانس راپور ورکړی رسنیو وویل د بحرین خلکو د مظاهرو په ترسره کولو سره له صهیونیسټ رژيم سره د منامې د اړیکو د عادي کولو په غندلو سره د دغه نیواکګر رژیم بیرغ تر پښو لاندې کړ .
د بحرین خلکو پرون د فرورۍ د میاشتې د انقلاب د شهیدانو د کلیزې د لمانځلو او دغه راز خپل هیواد ته د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د چارواکو د سفرونو د غندلو لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې .
د بحرین خلکو په دغو مظاهرو کښې د صهیونیسټ رژيم بیرغ تر پښو لاندې کړ او نفتالي بنت د خدای دښمن دی او لعنت او لعنت دې وې په ګوډاګیانو شعارونه یې ورکړل .
د بحرین د خلکو دغه مظاهرې وروسته له دې ترسره کیږي چې څه موده مخکې د صهیونیسټ رژیم لوړرتبه چارواکو لکه لومړي وزیر نفتالي بنت او د جنګ وزیر بني ګانټز د بحرین پلازمینې منامې ته سفرونه کړي وو .
د اسرائیلو رسنیو څه موده مخکې خبر ورکړی و په راتلونکو څو ورځو کښې به د صهیونیسټ رژيم د سمندري ځواک یو لوړرتبه افسر د بحرین له امنیتي ځواکونو او دغه راز د امریکا له پینځمې بیړې سره د ارتباط لپاره چې په بحرین کښې دیره ده په منامې کښې دیره شي .
بحرین او متحده عربي اماراتو د دوه زره شلم میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په لسمه نیټه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دباو او میځګړیتوب سره په رسمي ډول په سپینې ماڼۍ کښې له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړه او له دغه نیواکګر رژیم سره خپلې اړیکې ښکاره کړې .
دغه موافقې د بحرین او د سیمې د ډیرو هیوادونو د خلکو غصه راپارولي ده .