په اماراتو کې د ډرونز په الوتونو بندیزتمدید شو
د متحده عربی اماراتو دغه فیصله، په هوائي ډګرونو اونورو حساسو تاسیساتو او سیمو باندې د یمن د د وروستیو هغو توغندوي او ډرونز حملو په غبرګون کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ئې ددغه هیواد ځیني سیمې دتوغندیو او ډرونز په شیشت کې راوستي وې .
تیره میاشت متحده عربی اماراتو ، دابوظبئ او دوبئ په هوائي دګرونو او ځینو نورو حساسو تاسیساتو باندې د یمن وروستیو توغندوي اوډرونز حملو په غبرګون کې فیصله کړې ، چې په دغه هیواد کې د هرډول ډرونز په الوت پابندي ولګوي
د اماراتو ( وام ) خبري آژانس راپور ورکړ، د متحده عربی اماراتو دکورنیو چارووزارت پرون ناوخته دیوې اعلامیې په صادرولو سره ووئيل ، د ډرونز او ډول ډول سپکو سپورټي الوتکو پشمول دبې پیلوټه الوتکو د الوت ممنوعیّت تر بلې اطلاع پورې تمدید شو .
د اماراتو دکورنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي دي ،هرڅوک چې د الوت عملیات ترسره کړي ، یا د صادر شوو دستوراالعملونو څخه پيروي ونه کړي ،نو د فیډرل قانون د ۱۷۶مادې په اساس به له شپږو میاشتو تر یوه کال پورې په بند او څه دپاسه یو لک درهم نغدې جرمانې محکوم شي .
دغه وزارت د جنورۍ په دوویشتمه نیټه له ډرونز څخه د استفادې دممنوعیّت خبر اعلان کړی دی.
په دغې اعلامیې کې همدرااز راغلی دي،د متحده عربی اماراتو دغه فیصله، په هوائي ډګرونو اونورو حساسو تاسیساتو او سیمو باندې د یمن د د وروستیو هغو توغندوي او ډرونز حملو په غبرګون کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ئې ددغه هیواد ځیني سیمې دتوغندیو او ډرونز په شیشت کې راوستي وې . دغه حملې د یمن په چارو کې د لاسوهنې او په دغه هیواد کې د تاؤتریخوالو لپاره د هڅې په باب ابوظبئ ته د صنعاء د حکومت له بیابیا خبرداریو پسې ترسره شوي دي .