د بحرین ال خلیفه رژیم کابو څلویښت جوماتونه ړنګ کړي
(last modified Wed, 20 Apr 2022 06:40:55 GMT )
Apr 20, 2022 11:10 Asia/Kabul
  • د بحرین ال خلیفه رژیم کابو څلویښت جوماتونه ړنګ کړي

اللولوه ټیلي ويژن راپور ورکړ د بحرین ال خلیفه رژیم په دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال کښې د خلکو له انقلاب وروسته په هیواد کښې د شیعه مسلمانانو کابو څلویښت (۴۰) جوماتونه ړنګ کړي دي .

د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم له دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال څخه د خلکو د پاڅون د ځپلو لپاره په هیواد کښې د شیعه مسلمانانو کابو څلویښت (۴۰) جوماتونه ړنګ کړي دي تر دې چې دغه رژیم د جوماتونو د ړنګونو په حکومت مشهور شوی دی .

په دغه راپور کښې ویل شوي دي د شیخ امیر محمد البریغي جومات په هغو جوماتونو کښې  شامل دی چې څه د پاسه څلورسوه پنځوس (۴۵۰) کاله لرغونوالی لري .

د بحرین د حقیقت موندنې د کمیټۍ مشر محمد شریف بسیوني هم د ال خلیفه رژیم د جنایتونو په هکله په دې موضوع اعتراف کړی دی .

د بحرین ال خلیفه رژیم له تیرو دولسو(۱۲) کلونو راهسې د خلکو ځپلو ته دوام ورکړی او هلته د مذهب او د بیان هیڅ ازادي نشته .

د بحرین خلک د دیکتاتور حکومت د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د یوه خپلواکه حکومت د جوړولو غوښتنه کوي .