May 06, 2022 06:38 Asia/Kabul
  • کویټ قطر او اردن په الاقصی جومات د صهیونیستانو برید غندلی دی

د قطر، کویټ او اردن خارجه وزارتونه د بیانیې په خبرولو سره په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو برید په سختو ټکو سره غندلی دی.

په سلګونو صهیونیستان د اسرائیلي ځواکونو په ملګرتیا سره په الاقصی جومات برید کړي او یو شمېر لمونځ کوونکي یې ټپیان کړي دي.

د کویټ د بهرنیو چارو وزارت د بیانیې په خپرولو سره، د فلسطینیانو په ضد د غیرقانوني اقداماتو د پایلو په هکله اسرائیلي رژیم ته خبرداری ورکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت بیا  په الاقصی جومات باندې د صهیونیستانو د برید په غندلو سره، دغه کار د مسلمانانو د مذهب د سپکاوی په معنا بللی دی.

د اردن خارجه وزارت هم په خپله بیانیه کې د اسرائیل له ترهګر رژیم څخه غوښتی دی چي ژر تر ژره دي په الاقصی جومات باندې یرغل پای ته ورسوي.

 

ټیګونه