سید حسن نصرالله:
د لبنان انتخاباتو ثابته کړه چې د مقاومت محبوبیت په زیاتیدو دی
د لبنان پارلیماني انتخابات تیره یکشنبه ترسره شول او د مقاومت بهیر په کښې د تیر په څیر بریالی شو
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله بیګا په یوه وینا کښې له هغو ټولو کسانو په قدرونې سره چې د دغه هیواد په وروستیو پارلیماني انتخاباتو کښې یې ګډون کړی، وویل: په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ شتون او پایلې یې، له مقاومت څخه په ملاتړ او د هغه د وسلو د ساتلو په لړ کښې یو پيغام و.ایرنا خبري آژانس لیکلي چې د لبنان د حزب الله عمومي منشي د دغه هیواد د روان کال د پارلیماني انتخاباتو د نتایجو له اعلانیدو وروسته په خپلې وړومبنۍ وینا کښې، په دې خبرې سره چې د لبنان د خلکو د ویرولو او د هغوي د مخ اړولو لپاره ټول ګواښونه ناکامه شول، زیاته کړه: د انتخاباتو په دریو پړاؤنو کښې د لبنان د خلکو د پام وړ ګډون، ګواښونو ته یو پریکنده او سخت ځواب و.
هغه په دوام کښې هغې نتیجې ته اشاره وکړه چې د لبنان مقاومت په یادو ټاکنو کښې ترلاسه کړې او دا یې یوه ستره بریا وبلله او زیاته یې کړه: انتخاباتو ثابته کړه چې د مقاومت محبوبیت په زیاتیدو دی.
سیدحسن نصرالله د خپلې وینا په یوه بله برخه کښې د لبنان په انتخاباتو کښې د ایران د لاسوهنې په هکله د ځینو کسانو او بهیرنو بې بنیاده تورونو ته اشاره وکړه او ويې ویل: آیا لږترلږه یو ځل مو ولیدل چې د ایران سفیر یا یې د سفارت کوم کارکونکي په انتخاباتو کښې دخالت کړی وي؟ حال دا چې مونږ د انتخاباتو په بهیر کښې د امریکې د سفارت لاسوهنه ولیدله او د عربستان سفیر هم د انتخاباتو په بهیر کښې ډیر فعال و.