په یمن کښې اوربند تقریبا لغو شوی دی
Jun 12, 2022 00:45 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف په تیریو باندې د نیوکې په ترڅ کښې ټینګار وکړ د دغو اقداماتو په خاطر په یمن کښې اوربند تقریبا لغو شوی دی.
هغه پرون د سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو د تیریګر ائتلاف لخوا د یمن د الوتونو په لغو کولو نیوکه وکړه.
المشاط وویل د سعودي عربستان د ائتلاف لخوا د صنعا له هوايي ډګر څخه د الوتونو پرله پسې لغو کول سبب شوي چې اوربند تقریبا له مینځه لاړ شي.
په یمن کښې د سعودي عربستان ، د متحده عربي اماراتو، امریکا ، اسرائیلو ، بریتانیا او د نورو هیوادونو جنګ غوښتنه تراوسه د سلګونو زره خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا او د څه د پاسه څلور میلیونه خلکو د کډوالیدا سبب شوي ده.
ټیګونه