مقاومت په ترټولو ښو ممکنو شرائطو کې دی
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د مقاومتي جبهې پر وحدت ټينګار وکړ او پر نیواکګرو ئې بریالریتوب قطعي وبالۀ .
د لبنان العهد خبری سایټ په راپور کې ووئيل ، شیخ نعیم قاسم نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، په سیمې کې د په هیڅ یو ې موضوع کې د لویدیځوالو سیاسی فیصله سمه نه ده او تل د صهیونیسټي رژيم دتیریو او پراختیا غوښتنو څخه دملاتړ لپاره دي .
شیخ نعیم قاسم زیاته کړې ، صهیونیسټي رژيم فلسطین ته د خپلې نیواکګرۍ دپيل لپاره دیوه ټکي په توګه ګوري او هڅه کوي ،خپله سلطه له اوقیانوسه رانیولې تر فارس خلیج پورې پراخه کړي . البته په سیمې کې د اسرائيلو د وجود دوام په بشپړ توګه په جنګ مشتمل دی او ددغه رژيم د نوو جنګونو له رامینځةکیدا پرته خپل حیات ته دوام نشي ورکولی .
شیخ نعیم قاسم ددې خبرې په کولو سره چې وحشي صهیونیسټي رژيم فکر کوي ، ګواښونه ئې دمقاومتي چورلیز داندیښنې سبب کیږي ، خو دوي ته وایوو چې ستاسو ګواښونه چټي اوبې اساسه دي ووئيل ،د لبنان حزب ا... همدااوس په ترټولو لوړه سویه چمتووالی لري او په فلسطین کې او دمقاومت په چورلیز کې له خپلو متحدانو سره یو ځاي ، د هرډول ډغرې لپاره بشپړ چمتووالی لري .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ مرستیال دځپلو څرګندونو په پاي کې ووئيل ، د مقاومتي چورلیز قدرت ، د فلسظین له موضوع د ایران د اسلامی جمهوریت همیشني ملاتړونه او د فلسطین تر بیرغ لاندې دمختلفو هیوادونو غونډیدل ، لامل شوي دي ، چې دې حقیقت ته ورسیږ، چې دمونږ بریالیتوب قطعي دی .