اسلامی مقاومت له سیمې ورآخوا یوه چاره جوړه شوې ده
اسلامی مقاومت نن سبا په یمن،عراق،افغانستان،سورئې او حتی دافریقا او لاتینې امریکا په سیمو کې هم د مقاومت پولې تر دې حده پراخې کړي دي چې نړیوال استکبار په هیڅ یوې سیمې کې په خیال اوآرام سره د زور او د خپل استعماري خوي ټغر وغوړوي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت ویندوی اسلامی مقاومت له سیمې ورآخوا یوه چاره بللې اوټينګار ئې کړی دی ،مقاومت ا سلامی نړۍ اوسیمې ته یو نوی هویّت ډالۍ کړی او آزادي غواړو ملتونو ته ئې هم ډير بریالیتوبونه ورپه برخه کړي دي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، علی بهادري جهرمي د زمري دمیاشتې د ۲۳نیټې،یعني د اسلامی مقاومت د ورځې په مناسبت پرون پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي، نن د اسلامی مقاومت ورځ ده. که کلونو کلونو مخکې د لبنان حزب ا... وتوانید، صهیونیسټي رژيم په ۳۳ورځني جنګ کې خوار او ذلیل کړي ، نو اوس دغزې مقاومت هم په درې ورځني جنګ کې وحشي صهیونیسټي رژيم ذلیل کړ او د شرطونو په تپلو سره ئې دغه تیریګر رژيم اور بند ته اړباسۀ. اسلامی مقاومت نن سبا له سیمې ورآخوا یوغږجوړشوی چې نور نه یوازې نه انکاریدونکی دی،بلکې قدرت ئې ورځ تربلې لاپیاوړی کیږي. اسلامی مقاومت نن سبا په یمن،عراق،افغانستان،سورئې او حتی دافریقا او لاتینې امریکا په سیمو کې هم د مقاومت پولې تر دې حده پراخې کړي دي چې نړیوال استکبار په هیڅ یوې سیمې کې په خیال اوآرام سره د زور او د خپل استعماري خوي ټغر وغوړوي.