د مسجد الحرام خطیب په لس کاله بند محکوم شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i120058-د_مسجد_الحرام_خطیب_په_لس_کاله_بند_محکوم_شو
کارپيژاندي، د ګډو جشنونو ترسره کیدا د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له خوا  یو پلان ګڼي چې  دعربستان ددودیزې ټولنې دسیکولر کولو په او د دغه هیواد دهویّت دسوکه سوکه بدلیدا په  لړ کې  د اجرا کیدا په حال کې دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 24, 2022 06:26 Asia/Kabul
  • د مسجد الحرام خطیب په لس کاله بند محکوم شو

کارپيژاندي، د ګډو جشنونو ترسره کیدا د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له خوا  یو پلان ګڼي چې  دعربستان ددودیزې ټولنې دسیکولر کولو په او د دغه هیواد دهویّت دسوکه سوکه بدلیدا په  لړ کې  د اجرا کیدا په حال کې دی.

الخلیج الجدید خبری سایټ راپور ورکړ،دسعودي عربستان د اپیل  محکمې د مسجد الحرام  خطیب اوامام  شیخ صالح آل طالب چې  په سعودي عربستان کې ئې د ښځو او سړیو په ګډو جشنونو نیوکې کړې وې ،د استیناف  محکمې په فیصلې سره  په لس کلن بند محکوم شو.

 ددغه راپور په اساس، د سعودي کیفری  محکمې  له دې مخکې اعلان کړی ؤ چې شیخ آل طالب  له درستو تورونو مبرا دی .

 دغې جنجالی فیصلې  د عربستان په عمومی افکارو کې  پراخې اندیښنې  او غوسه راپارولې ده ،ځکه آل طالب تر درو کلونو پورې  دریاض د لوړې محکمې دقاضي په توګه کار کړی ؤ. هغه همداراز د سعودي عربستان  نورو ولایتونو  په محکمو کې فعالیتونه کړي دي .  الطالب  همداراز څلور کاله مخکې  او  له نیول کیدا سره په یووخت ،دمکې مکرمې په لوړې محکمې کې  فعالیت کاوۀ.  د سعودي مسئولانو شیخ الطالب د ۲۰۱۸کال په اګست کې ونیوۀ او له کوم رسمي توضیح پرته  ئې  هغه په زندان کې وساتۀ.