په سورئې کې د امریکاشتون غیر قانوني او محکوم دی
د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي په سورئې کې دامریکا شتون او د سورئې د مځکنۍ بشپړ تیا او خپلواکۍ پر مدافعانو تیري غیر قانوني وبلل او په کلکه ئې محکوم کړل.
زمونږخبریال رآپور راکړ،د ایران دخارجه وزارت ویندوي ناصرکنعاني چافي نن په خپل یوه ټولنیز پيغام کې ولیکل،امریکاد سورئې د ترهه ګرضدځواک او ولسی ډلو باندې ددغه هیواد د تیریګر پوځ حملې،د امریکائي پوځیانو په ضد دومدارو حملو اوګواښونو ته مستقیم ځواب بللی دی.
د ایران دخارجه وزارت ویندوي روښانه کړې ده،اصل حقیقت،په سورئې کې د نیواکګرو امریکائي پوځیانو شتون او دسورئې دخپلواکۍ او مځکنۍ بشپړ تیا پر دفاع کونکوتیري غیر قانوني او محکوم دي.
د امریکا ولسمشر جوزف بایډن نن سهار د کانګرس او مشرانو جرګې مشرانو ته په یوه لیک کې،د سورئې په ختیځ د تیریګر او نیواکګرو امریکائي پوځیانو دحملو خبر ررسولی او وئيلي ئې دي چې دغه حملې د هغه په حکم سره شوي دي .
په دغه لیک کې راغلي دي،امریکائي پوځیانو د اګست په درویشتمه نیټه د ما په فرمان سره دسورئې په ختیځ کې په تاسیساتو بانډې د ګایډيډتوغندیو حملې کړي دي. هغه دغه راز مدعي شوی چې ددغې حملې حکم ئې دامریکائي پوځیانو دامنیت اودفاع او ساتنې په خاطر صادر کړی دی.د امریکا ولسمشر همداراز ادعا کړې ده چې امریکا له حملو او ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ضرورت په بڼه کې لازیاتو حملو ته تیار دی .