په قدرت سره د مقاومت د نعمت ساتنه پکار ده
د لبنان د حزب الله عمومي منشي: پکار دي چې په پوره توان او قدرت سره د مقاومت د نعمت ساتنه وشي
د لبنان د حزب الله عمومي منشي وویل: پکار دي چې په پوره توان او قدرت سره د مقاومت د نعمت ساتنه وشي او د هغو کسانو په خبرو کښې را نه شو چې د مقاومت د بدلولو خبرې کوي ځکه چې د هغوي خبره یو سراب او توهم دی
د ایرنا د خبر له مخې د لبنان د حزب الله سرمنشي سید حسن نصر الله د دغه هیواد په سویل کښې د علامه سید محمد علي الامین د مړینې په دستورو کښې وویل: د لبنان خلکو خپل عزت او کرامت ترلاسه کړی دی او دا عزت هغوي ته نه امنیت شورا او ملګرو ملتو ورکړی او نه بل کوم لوري.
هغه وویل: یو امریکايي چارواکي په زغرده ویلي چې په سوریې باندې د تیري او جنګ موخه د دغه هیواد د تیلو او سرچینو لوټل دي.
د حزب الله مشر وویل: داعش امریکې جوړ کړ او د ده هیواد جاسوسي او استخباراتي ادارې یې تراوسه دفاع او ملاتړ کوي او په دغې ترهګرې ډلې کښې د نورو کسانو د شاملولو لاره هواروي.