له صهیونیسټي رژيم سره مبارزه به دوام ولري
د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال ټینګار وکړ چې دغه غورځنګ به د صهیونیسټي رژيم په وړاندې هر جنګ کښې بریالی شي او له دغه رژيم سره مبارزه به دوام ومومي
د لبنان د حزب الله د عمومي منشي مرستیال ټینګار وکړ چې دغه غورځنګ به د صهیونیسټي رژيم په وړاندې هر جنګ کښې بریالی شي او له دغه رژيم سره مبارزه به دوام ومومي
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د سید حسن نصر الله مرستیال نعیم قاسم بیګا وویل: حزب ا... توانیدلی په هر جنګ کښې صهیونیسټي رژيم ته ماتې ورکړي او تر څو چې زمونږ په مینځ کښې مقاوم سړي او ښځې وي، په هر جنګ کښې به ورته ماتې ورکړو.
په هم دې تړاؤ د موقته صهیونیسټي رژيم رسنیو په دې وروستیو کښې اعتراف وکړ چې د لبنان او نیواکي فلسطیني د سمندري حدودو موافقه به په لبنان کښې دننه د حزب ا... د موقعیت د پياوړتیا سبب شي او دغه رژیم حزب ا... ته د ماتې ورکولو او یا یې د کمزورې کولو توان نه لري.