د نیواکګرو پرضد د مقاومت د پیاوړي کولو ضرورت شته
فلسطین الیوم خبري سایټ راپور ورکړ د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د نیواکګرۍ تر ختمیدا پورې د شهیدانو وینې ته په وفادارۍ باندې ټینګار سره د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د ځواب د ورکولو لپاره د مقاومت د سختولو غوښتنه وکړه.
د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې په رام الله او نابلس ښارونو باندې د صهیونیسټ رژیم د عسکرو په نن سهار حملو کښې شپږ فلسطینیان شهیدان او دوه ویشت نور ژوبل شول چې ځینې پکښې مرګي حاله دي.
د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ په یوې بیانیې کښې په نابلس او رام الله کښې د فلسطین د شپږو ښاریزو د شهادت په اړه تسلیت ویلو سره وویل د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د دغو شهیدانو په هکله ویرجن دی کوم چې په نابلس ښار کښې د مقاومت او د خلکو پرضد د صهیونیسټ نیواکګرو ځواکونو په جنایت کښې شهیدان کړې شوي دي.
دغه بیانیه وايي چې د صهیونیسټي دښمن د جنایتونو دوام ، په ښارونو باندې یرغل او د فلسطین د خلکو د وینې تویول د ډیر اتحاد غوره کولو او دغو ناوړه جنایتونو ته د ځواب لپاره د مقاومت زیاتولو ته ضرورت لري.