الخلیل کښې ۶ صهیونیسټانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د محمد کمال الجعبري په نامه فلسطیني مبارز په الخلیل کښې په «کریات أربع» نومې صهیونیسټ میشت ښارګي کښې یو صهیونیسټي په ډزو وژلی او ۵ نور یې زخمي کړل.
د محمد کمال الجعبري په نامه فلسطیني مبارز په الخلیل کښې په «کریات أربع» نومې صهیونیسټ میشت ښارګي کښې یو صهیونیسټي په ډزو وژلی او ۵ نور یې زخمي کړل.
د صهیونیسټي رژيم له امنیتي تابیاؤ سره سره د فلسطین خلکو او مبارزانو په تیرو څو ورځو کښې د دغه رژیم د پوځیانو او ښارګي میشتو خلاف خپلو عملیاتو ته زور کړی دی.
فارس خبري آژانس لیکلي دي: دغه عملیات چې په کښې الجعبري هم شهید شو، د صهیونیسټي رژيم د کنسټ یا پارلیمان د غړي ایتمار بن غفیر د کور په خوا کښې ترسره شول.
صهیونیسټي رسنیو د دغو عملیاتو په پخلي سره رپورټ ورکړی چې د دغو عملیاتو د دوو زخمیانو حالت خراب دی.