د بحرین خلکو د سیاسي مشر د خوشي کیدا غوښتنه وکړه
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړی د بحرین یوشمیر خلکو د اعتراضیه غونډو په ترسره کولو سره د هیواد د یوه ستر مشر حسن مشیمع د خوشي کولو غوښتنه وکړه.
حسن مشیمع د بحرین د حکومت یو ستر مخالف مشر دی چې د دوه زره یولسم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څوارلسمه نیټه د خلکو د حکومت ضد د مظاهرو د ملاتړ کولو او ناکراریو وروسته له یوشمیر نورو سیاسي مشرانو سره یوځاې ونیول شو او د حکومت د نسکورولو لپاره د هڅې په تور په عمر قید محکوم شو.
د بحرین بیلابیلې سیمې له ستر مشر حسن مشیمع سره د پیوستون د اعلانولو لپاره د اعتراضیه غونډو د ترسره کیدا ډګر وې کوم چې له تیرو څو کلونو راهسې زنداني دی.
د بحرین اعتراض کونمکو په السنابس سیمه کښې د حسن مشیمع پرضد په قصدي طبي غفلت نیوکه وکړه او د نیول شویو کسانو په وړاندې د دندو د ترسره کولو لپاره د بحرین په رژیم باندې د دباو د راوستلو غوښتنه یې وکړه.
د بحرین اعتراض کونکو دغه راز له نړیوالې ټولنې وغوښتل د سیاسي بندیانو د سلامتیا د تضمین او د هغوې په سمدستي ډول د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي.
د بحرین خلک له دوه زره یولسم میلادي کال څخه د حکومت پرضد ولسي پاڅون کړی دی او خلک د ازادۍ، د عدالت د ټینګیدا او د توپیر د ختمیدا او د منتخب حکومت واک ته د رسیدا غوښتنه کوي.
د بشري حقوقو مدافعو ډلو په ځلونو د بحرین حکومت د مخالفانو د ځپلو په دلیل محکوم کړی او د هیواد په سیاسي نظام کښې د اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه یې کړي ده.