صهیونیسټان دقدس د عملیاتو له ښه ډول پلانونې څخه سرټکوي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i124140-صهیونیسټان_دقدس_د_عملیاتو_له_ښه_ډول_پلانونې_څخه_سرټکوي
صهیونیسټي رسندویو  په یوه تراخه اعتراف کې ومنله چې د قدس عملیات په ډير ښه ډول پلان او اجرا شوي دي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 28, 2022 01:52 Asia/Kabul
  •  صهیونیسټان دقدس د عملیاتو له ښه ډول پلانونې څخه سرټکوي

صهیونیسټي رسندویو  په یوه تراخه اعتراف کې ومنله چې د قدس عملیات په ډير ښه ډول پلان او اجرا شوي دي.

د قدس عملیات تیرې چارشنبې ورځې په نیواکي ټاټوبو کې  ترسره شوي چې  په دغو عملیاتو کې  په قدس ښار کې په دوو ځایونو کې په چاودنو پسې  دوه صهیونیسټان هلاک او ۴۶ نور هم ټپیان شول.

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ،صهیونیسټي رسندویو  راپور ورکړی  چې دقدس عملیات همداراز  په بریالیتوب سره توانیدلی دي ، دصهیونیسټ رژيم امنیتي ادارې غافلګیرې کړي.

د فلسطین دمقاومتي ډلو ځوانانو له صهیونیسټي دښمن سره د نښتې په قواعدو کې یو نوی بدلون راوستی چې له امله ئې صهیونیسټي چارواکي  سربداله شوي او ددوي هر ډول  امنیتی جوړښت په ناکامولو او نفوذ کولو سره  ئې د  نیواکي قدس ښار په مینځ کې عملیات ترسره کړي  دي او تیریګرصهیوینسټان هم ددغو عملیاتو په بریالیتوب  له اعترافه پرته بله چاره نه لري

په حقیقت کې د صهیونیسټانو په ضد په یوه وخت منظم شوي دوه   عملیات ،د فلسطین دمقاومتي بهیر د نوي مرحلې ښودنه کوي،ځکه  له څو کلونو تیریدا وروسته د صهیونیسټانو د اهدافو په ضد  ضربتي عملیات  بیرته پیل شوي او  په فلسطین کې د پاڅون او انتفاضې  شغلې  یو ځل بیا زیاتې شوي دي.

له دې سره په یووخت د صهیونیسټي رژيم دیارلسم ټيلیویژني چینل  په نیواکي ټاټوبو کې د درستو ریل ګاډو د حرکت دریدا خبر ورکړ او وئيلي ئې دي ،تیره شپه ددغه رژيم د ریل ګاډو د ادارې د مرکزی سسټم په هیک کیدا سره ددغه رژيم زیات شمیر انټرنیټي  مرکزونه په ټپه  دریدلي  او په درست نیواکي ټاتوبي کې ئې د ریل ګاډو سسټم  هم  جام کړی دی. داسرائيلو دریل ګاډو ادارې پر صهیونیسټانو غږ کړی چې تګ راتګ لپاره دې فی الحال د ریل ګاډو په ځاي له نورو  وسایلو استفاده وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې سایبري حملې نن سبا  دجنګ لپاره په یوې ډير کم لګښت لرونکي ټاکنې بدل شوي  او د مختلفو ډلو ټپلو سایبری  برخو  د صهیونیست رژیم  مختلف بیخ بینائي تاسیساتو   اطلاعاتو ته په لاس رسي سره ددغه  جنایتکار رژيم  تشه  نندارې ته وړاندې کړې ده.

Image Caption