سعودي فعالانو د یوه دیني عالم د خوشي کېدو غوښتونکي شول
په ټولنیزو رسنیو کې سعودي فعالانو د ریاض له چارواکو غوښتنه وکړه چي دیني عالم خالد الراشد چي له ۲۰۰۵ میلادي کال را په دې خوا نیول شوی او د سعودي په بند کې دی، راخوشي کړي.
د سعودي رژیم د بشري حقوقو په زمینه کې توره مخینه لري او د تېرو کلونو په اوږدو کې د عربستان له دننې څخه د غیرقانوني اعدامونو، شکنجې، خپلسري نیونې، د سیاسي، مدني او فرهنګي فعالانو تري تم کېدو او په مذهبی لږکیو د زور او زیاتی په هکله زیات راپورونه اشوا شوي دي.
سعودي فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې اعلان وکړ چي خلګ د شیخ خالد الراشد د خلاصون غوښتونکي دي او هیڅ ډول جوړجاړی نه مني.
په دې وروستیو کې بشري حقوقو پورې اړوندې ادارې ویلي چي یوه استناف محکمه د خالد الراشد د بند موده له ۲۳ کلونو څخه ۴۰ کلونو ته ورزیاته کړې ده.
خالد بن محمد الراشد د کلونو کلونو لپاره د الخبر په ښار کې د فهد بن مفلیح السعبي په جومات کې خطیب پاته شوی، هغه په امریکا کې د جنایي علومو په زمینه کې تحصیل کړی او بیا د خپلې لارې په بدلولو سره، د اسلامي او شرعي علومو په تحصیل لګیا شو.
الراشد له هغه وروسته چي ډنمارکي ورځپاڼو د اسلام د قدرمن پیغمبر نبی اکرم ص سپکاوی وکړ، په ریاض کې د ډنمارک د سفارت د بندولو لپاره د ریاض د ولایت مقام مخې ته د اعتراض بلنه ورکړه، هغه تر دې کار وروسته په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د سعودي رژېم له لورې ونیول شو.
تر دې دمه په لسګونه شیعه عالمان او عامې وګړې د سعودي رژیم د امنیتي اداراتو له لورې نیول شوي، که څه هم له پخوا نه په عربستان کې د شیعه فعالانو او د سعودي رژیم د مخالفانو نیونه موجوده وه، لیکن ولیعهدی ته د محمد بن سلمان له رسېدو وروسته، دغه بهیر شدت موندلی او تر دې دمه په لسګونو بلکې په سلګونو کسان په چټي تورونو نیول شوي او له نیول کېدو وروسته، یا د اوږدې مودې لپاره بندیان شوي، یا اعدام او یا هم تري تم شوي دي.