صهیونیسټي رژیم ۵۵ خبریالان وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i125994-صهیونیسټي_رژیم_۵۵_خبریالان_وژلي_دي
صهیونیسټي رژیم له ۲۰۰۰ کال راهیسې ۵۵ خبریال قتل کړې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2023 04:00 Asia/Kabul
  • صهیونیسټي رژیم ۵۵ خبریالان وژلي دي

صهیونیسټي رژیم له ۲۰۰۰ کال راهیسې ۵۵ خبریال قتل کړې دي

د فلسطین د خبریالانو د اتحاديې مشر وویل: صهیونیسټي رژیم له ۲۰۰۰ میلادي کال راهیسې ۵۵ فلسطیني خبریالان وژلي دي.

د وفا فلسطیني خبري آژانس د خبر له مخې، د یادې اتحادیې مشر ناصر ابوبکر د دغه خبر په اعلانولو سره زیاته کړه: تیر کال هم صهیونیسټي پوځیانو د الجزیره چینل خبریاله شیرین ابوعاقله او په نیواکي فلسطین کښې یو ځايي خبریال غفران وراسته ووژل.

د فلسطین د خبریالانو د اتحادیې زیاته کړې چې له ۲۰۱۳ کال نه تراوسه پورې په څه باندې ۸۵۰۰ خبریالانو باندې د صهیونیسټي رژیم له خوا تشدد شوی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې نن سبا ۲۱ خبریالان د دغه رژیم په جیلونو کښې پراته دي.