د جنین کیمپ له جنایت وروسته عمومي ویر اعلان شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i126892-د_جنین_کیمپ_له_جنایت_وروسته_عمومي_ویر_اعلان_شو
د فلسطین د کورواکه تشکیلانو مشر محمود عباس د دغه برید په غبرګون کښې، په جنین کیمپ، لویدیځې غاړې او غزې کښې درې ورځنې ویر اوعلان کړ
(last modified 2023-01-26T23:37:45+00:00 )
Jan 27, 2023 04:06 Asia/Kabul
  • د جنین کیمپ له جنایت وروسته عمومي ویر اعلان شو

د فلسطین د کورواکه تشکیلانو مشر محمود عباس د دغه برید په غبرګون کښې، په جنین کیمپ، لویدیځې غاړې او غزې کښې درې ورځنې ویر اوعلان کړ

په جنین کیمپ باندې د صهیونیسټي پوځبانو له بوږنونکې حملې وروسته چې له امله یې ۹ فلسطینیان شهیدان او ۲۰ تنه نور په کښې زخمي شول، د فلسطین د کورواکه تشکلیاتو مشر په جنین کیمپ، لویدیځې غاړې او د غزې په تړانګه کښې عمومي ویر اعلان کړ

د صهیونیسټي رژيم په وسلو سنبالو پوځیانو پرون سهار د دغه رژیم د کورني امنیت او استخباراتو د سروس (شاباک) په نیغ په نیغه دخالت سره په جنین کیمپ باندې برید وکړ او د فلسطینیي جنګیالیو له مقاومت سره مخامخ شول.

د فلسطین د کورواکه تشکیلانو مشر محمود عباس د دغه برید په غبرګون کښې، په جنین کیمپ، لویدیځې غاړې او غزې کښې درې ورځنې ویر اوعلان کړ.

ورته مهال په غزه کښې د ملي او اسلامي ځواکونو د تعقیبونې کمیټې د عمومي ویر د اعلانولو په ترڅ کښې وویل چې دا جنایت به بې ځوابه پاتې نه شي او د فلسطین خلک نه پریږدي چې صهیونیسټان فلسطین میشتې سیمې یو په بل پسې ونیسي او اوسیدونکي یې قتلِ عام کړي.

په عین حا لکښې د لویدیځې غاړې په ټولو ولایتونو کښې فلسطیني ډلو هم له جنین سره په پيوستون کښې د عمومي کاربندیز غوښتنه کړې ده. فتح غورځنګ هم له فلسطینینانو غوښتي چې په هره سیمه کښې له صهیونیسټانو سره وجنګیږي.

له بلې خوا د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) د صهیونیسټانو دغه جنایت ته په حتمي ځواب باندې په ټینګار سره وویل چې تل ابیب په یو داسې جنایت سره، د ماتې په لور روان دی.