د یمن انصار الله غورځنګ د فلسطین مقاومت ته مبارکي ورکړه
-
خیری علقم
د خیري علقم په نامه یو فلسطیني، تیره شپه په صهیونیسټانو باندې په حملې سره، لږترلږه اووه تنه په ډزو ووژل او ۱۰ نور یې زخمي کړل
د یمن انصار الله غورځنګ په نیواکي قدس کښې د فلسطیني مبارزانو د اتلولیزو عملیاتو مبارکي ورکړه چې له امله یې لږترلږه اووه صهیونیسټان مړه او یوشمیر نور زخمي شوي دي
د خیري علقم په نامه یو فلسطیني، تیره شپه په صهیونیسټانو باندې په حملې سره، لږترلږه اووه تنه په ډزو ووژل او ۱۰ نور یې زخمي کړل.
دا حمله په داسې حال کښې شوې چې د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې پرون په جنین ښار باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ له خوا یرغل وشه او یو نوی جنایت ترسره شو چې په کښې ۱۱ فلسطینیان شهیدان شوي او لږرترلږه ۲۰ نور زخمي شوي وو.
د المسیره خبري چینل د رپورټ له مخې، د یمن د انصار الله غورځنګ سیاسي دفتر په یوې خبرپاڼې کښې په نیواکي قدس کښې د شهادت غواړو عملیاتو په مبارکې سره ټینګار وکړ: صهیونیسټي رژيم به نور د فلسطیني مبارزانو له عملیاتو په امان کښې نه وي.
د یمن د انصار الله په بیانیه کښې راغلي دي: دغو بې سارې عملیاتو د موقته صیهونیسټي رژیم ارګان ولړزول او دغه رژیم یې پوه کړ چې له نن نه پس به د فلسطیني مبارزانو له عملیاتو په امان کښې نه وي.
د یمن انصار الله د داو ډول عملیاتو د دوام لپاره چې د اسلامي امت د سرلوړۍ ذریعه ده، له فلسطیني مبارزانو په ملاتړ باندې ټینګار وکړ او د نړۍ پتمن یې د فلسطین د ولس، د اسلامي جهاد غورځنګ او د فلسطین د مقاومت مرستې او ملاتړ ته وبلل.