اسرائیلو د دمشق په یوې سیمې هوايي حمله کړې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i128206-اسرائیلو_د_دمشق_په_یوې_سیمې_هوايي_حمله_کړې_ده
په دمشق کښې په یولړ اهدافو باندې د صهیونیسټي رژيم له هوايي حملې وروسته د سوریې د پوځ دافع هوا له بریدګرو الوتکو سره مقابله وکړه
(last modified 2023-02-19T03:03:24+00:00 )
Feb 19, 2023 07:28 Asia/Kabul
  • اسرائیلو د دمشق په یوې سیمې هوايي حمله کړې ده

په دمشق کښې په یولړ اهدافو باندې د صهیونیسټي رژيم له هوايي حملې وروسته د سوریې د پوځ دافع هوا له بریدګرو الوتکو سره مقابله وکړه

د ایران پریس د خبر له مخې، د سوریې حکومتي خبري آژانس وړمه شپه د دمشق په اسمان کښې د سختو چاودنو د غږونو اوریدل کیدو خبر ورکړی و.

دغه خبري آژانس هم داشان وویل چې د سوریې دافع هوا سیسټمونه د دمشق په هوايي حدودو کښې له بریدګرو اهدافو سره په مقابلې لګیا دي.

خبري سرچینو ویلي دي چې د تیري چیر صهیونیسټي رژيم توغندی د دمشق په کفرسوسه سیمې لګلیدی دی.

د خبر له مخې د دمشق په کفرسوسه سیمه کښې د استوګنې په یوې ودانۍ باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري له امله  څو کسان شهیدان او ژوبل شوي دي.