لویدیځ  دایران  دایټمي دوسیې په باب واقعیّت نه بیانوي 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i128776-لویدیځ_دایران_دایټمي_دوسیې_په_باب_واقعیّت_نه_بیانوي
د سورئې خارجه وزیر ټینګار وکړ،د اسرائيلو نیواکګر رژيم د سیمه ایز او نړیوال امنیت اوسولې لپاره یو دایمي او جدي ګواښ دی او پر سورئې اوفلسطیني ټاټوبو باندې په دوامدارو حملو سربیره ، له هغو هیوادونو ملاتړونو څخه په استفادې سره چې  مشخص دي ،خپلو ډل دوژونکو وسلو  او سلاکوټونو پراختیا  ما ډرنولو ته لا پسې دوام ورکوي.  
(last modified 2023-02-28T23:21:44+00:00 )
Mar 01, 2023 03:48 Asia/Kabul
  • لویدیځ  دایران  دایټمي دوسیې په باب واقعیّت نه بیانوي 

د سورئې خارجه وزیر ټینګار وکړ،د اسرائيلو نیواکګر رژيم د سیمه ایز او نړیوال امنیت اوسولې لپاره یو دایمي او جدي ګواښ دی او پر سورئې اوفلسطیني ټاټوبو باندې په دوامدارو حملو سربیره ، له هغو هیوادونو ملاتړونو څخه په استفادې سره چې  مشخص دي ،خپلو ډل دوژونکو وسلو  او سلاکوټونو پراختیا  ما ډرنولو ته لا پسې دوام ورکوي.  

د  سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د ایران  دایټمی موافقې په سر د خبرواترو له نتیجې د لویدیځ روایت  په دغه حقیقت سترګې پټوي چې ، هغه څه چې   رامینځةشوي دي ، له دغې نړیوالې ایټمي موافقې د ا مریکا  د وتلو نتیجه  او د پخپلو ژمنو باندې په عمل کې د  اروپائي  هیوادونو   ناکامي ده.

دسورئې سانا رسمي خبری آژانس راپور ورکړ،  د سورئې خارجه وزیر فیصل المقداد پرون  په جینوا کې د  کیمیائي وسلو د بندیز په سمینار کې  د وبینار له لارې پخپلو څرګندونو کې  ټینګار وکؤ، دنړۍ د امنیت په فضا کې پر ترینګلو حالاتو د غلبې یوازینۍ لاره ، خبرو ته د غړو هیوادونو پابندي او په نړیوالو قوانینو  او د ملګروملتو په منشور  عمل کول او د ایټمی وسلو د ختلو  او بندیز په زمینې کې  دخپلو ژمنتیاؤ اجرائي کول دي .

 هغه     دسورئې پر ولس تپل شوي  ترهه ګر جنګ ته په اشارې سره و،ئيل، سوریه له ظالمانه جنګ  سره لاس او ګریوان ده  چې په  دغه پړاؤ کې  ځینو هیوادونو د  سورئې  د ولس په ضد  دترهه ګرۍ له وسلې استفاده کړې ده او  په پلانونې سره ئې  په لسګونو زره  ترهه ګر په ډول ډول وسلو په سنبالولو او ملاتړونو سره  د سورئې د ولس په ضد دعمل ډګر ته وارد کړل. هغه ووئيل، دکمیائي وسلو  دبندیز له  اورګان سره د  سورئې دملګرتیا تجروبه  ټينګار کوي چې  ددغه اورګان متوّلیان،په دوه قطبی کیدا  او د هغو لویدیځي  هیوادونو د ډکټیشن او سیاستونو په وړاندې د تسلیمیدا او سیاسی اړوندوالی په لومې کې  ګیر شوي چې  سوریه  خپل دښمن ګڼي .