ایران د سوریې په حلب برید وغاند
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i129114-ایران_د_سوریې_په_حلب_برید_وغاند
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې په حلب هوايي ډګر ترهګره حمله وغندله.
(last modified 2023-03-07T05:48:04+00:00 )
Mar 07, 2023 10:13 Asia/Kabul
  • ایران د سوریې په حلب برید وغاند

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې په حلب هوايي ډګر ترهګره حمله وغندله.

صهیونیسټ رژیم نن سهار وختي د خپلو تیریګرو اقداماتو په دوام کښې د لاذقیه ولایت په لویدیځ  کښې له مدیترانې سمندر لخوا د حلب په نړیوال هوايي ډګر هوايي حمله وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په سوریې کښې د حلب په نړیوال هوايي ډګر باندې د صهیونیسټ رژیم نن سهار وختي حمله وغندله او له  مسوولو نړیوالو ارګانونو یې وغوښتل چې د دغه رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره سمدستي او اغیز شیندونکی اقدام وکړي.

کنعاني وویل په داسې حال کښې چې د سورې زلزله ځپلي خلک له سختو شرایطو سره مخامخ دي صهیونیسټ رژیم د حلب هوايي ډګر  چې له زلزله ځپلیو سره د نړیوالو مرستو اصلي لاره ده حمله کوي او دا د بشریت پرضد د جنایت ښکاره مصداق دی.

هغه وویل ځینو هیوادونو او لویدیځو موسسو او د بشري حقوقو موسسو په سوریې باندې د صهیونیسټ جنایتکار رژیم د غیر انساني او د وحشیانه حملو د دوام په هکله چپتیا غوره کړي ده او دغه چپتیا د نړیوالو مقرراتو او د قواننیو او د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ کونکي او یوه تیریګر په توګه د اسرائیلو د رژيم د هڅولو مصداق دی.