د روان ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې ۸۴ فلسطینیان شهیدان شوي
Mar 13, 2023 02:11 Asia/Kabul
صهیونیستي ځواکونو د روان میلادي کال له پیله تراوسه په تيرو ۷۲ ورځو کې په لسګونه فلسطینیان شهیدان کړي دي.
د مهر خبري آژانس د راپور له مخې، د روان کال له پیله تر اوسه د صهیونیستي نیواکګرو ځواکونو بریدونو له امله، د لویدیځې غاړې او د بیت المقدس په مختلفو سیمو کې ۸۴ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د دغه راپور له مخې په شهیدانو کې تر ۱۵ زیات یې ښځې او ماشومان دي.
په دې ترڅ کې په سلگونه نور فلسطینیان هم د اسرائیلي عسکرو په ډزو ټپیان شوي دي.
د فلسطین د ملت پروړاندې د صهیونیستي رژیم په وروستي جنایت کې، دیکشنبې په سهار د نابلس په لوېدیځ کې د صهیونیستي نیواکګرو عسکرو ډزو له امله درې فلسطینیان شهیدان شول .
ټیګونه