نړیواله ټولنه دې د صهیونیسټي رژیم له اقداماتو سره مقابله وکړي
Mar 17, 2023 07:19 Asia/Kabul
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په نیواکي ټاټوبي کښې د اسرائیلو د رژيم د اقداماتو مخه ونیسي
د عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د صهیونیسټي رژیم د اقداماتو خلاف په پیوستون او یووالي باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: عربستان یوځل بیا د یو خپلواک هیواد لپاره د فلسطینیانو پر حق ټینګار لري.
هغه هم داشان د ریاض او تهران موافقې ته په اشارې سره وویل: دواړو لورو د هیوادونو د واکمنۍ د احترام، ښه ګاونډیتوب او د اختلافاتو د هواري په هکله موافقه وکړه.
بن فرحان هیله وښودله چې له ایران سره د عربستان موافقه د فارس خلیج سیمې د امنیت او ثبات د پياوړتیا لامل شي.