امریکا د یمن په تیلو باندې ولکه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i130062-امریکا_د_یمن_په_تیلو_باندې_ولکه_غواړي
د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ چې امریکا د خپلو اوزارونو له لارې د یمن د نیواک او د هغه د تیلو په شتمنۍ باندې د ولکې هڅه کوي
(last modified 2023-03-25T23:52:32+00:00 )
Mar 26, 2023 04:00 Asia/Kabul
  • امریکا د یمن په تیلو باندې ولکه غواړي

د یمن د انصار الله غورځنګ عمومي منشي ټینګار وکړ چې امریکا د خپلو اوزارونو له لارې د یمن د نیواک او د هغه د تیلو په شتمنۍ باندې د ولکې هڅه کوي

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې سید عبدالملک بدرالدین الحوثي ټینګار وکړ چې د یمن خلاف د تیلیدو د پیلولو په اعلان سره په دغو تیریو کښې د امریکې د رول ماهیت په ډاګه کړ.

خعخ ڼیم

هغه ټینګار وکړ چې محاصره، د یمن خلاف د جنګ اصلي برخه ده او په ملي پانګه کښې له خپل حق څخه د یمن د ولس بې برخې توب هم د تیریو یوه برخه ده او دا د منلو وړ نه ده.

الحوثي دې ته په اشارې سره چې په هیواد کښې فتنه اچونه او د یمن د امنیت هدف ګرځول د سعودي ائتلاف د تیریو یوه برخه ده، وویل: سعودي او اماراتو ته سپارښتنه کوو چې د امریکې په ګټه دې تیریو ته دوام ور نه کړي او د خپلو ګټو او د اسیرانو د موافقې د کیدو او د محاصرې د ختمیدو فکر دې وکړي.