انګلستان د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ کوي
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس ویاند حازم قاسم وویل بریتانیا، د صهیونیسټ رژیم او د فلسطین د خلکو پرضد د دغه رژیم د جنایتونو ملاتړ کوي.
حازم قاسم په غزې تړانګې کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په ځانګړي مرکه کښې لندن ته د صهیونیسټ رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو د سفر په هکله وویل انګلستان د صهیونیسټ رژیم د جوړیدا له وخت راهسې او حتی له هغه وړاندې په نړیوالو ټولنو کښې د نیواکګرۍ ملاتړ کړی دی.
د حماس غورځنګ ویاند حازم قاسم وویل په اوسني حالت کښې د صهیونیسټ رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه د بریتانیا د لومړي وزیر ریشي سوناک هرکلی د فلسطین د خلکو پرضد د هغه د جنایتونو له دوام څخه د ملاتړ په معنا دی.
حماس غورځنګ د اسرائیلو له لومړي وزیر نتانیاهو د بریتانیا ملاتړ وغاند او د فلسطین د خلکو پرضد د اردسین د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو او په قدس کښې د جنګي جنایتونو د ترسره کولو په دلیل یې د هغه د نیولو غوښتنه وکړه.
دغه راز د صهیونیسټ رژیم په سلګونو مخالفانو او د فلسطین پلویانو بریتانیا ته د لومړي وزیر نتانیاهو په وروستي سفر باندې اعتراض کښې د انګلستان د لومړي وزیر د دفتر مخ ته مظاهرې وکړې.
په لندن کښې مظاهره چیانو له صهیونیسټ رژیم څخه د بریتانیا د حکومت د ملاتړونو د ختمولو غوښتنه وکړه.