امریکاپه یمن کې د سولې اصلي خنډ ده
(last modified Thu, 29 Jun 2023 01:46:36 GMT )
Jun 29, 2023 06:16 Asia/Kabul
  • امریکاپه یمن کې د سولې اصلي خنډ ده

د یمن  سرچینو له دې مخکې هم د یمن په ضد په ائيتلاف کې د امریکا له خوا د خپلو تالی څټود لمسَولو په خاطرپه دغه هیواد کې د دایمی سولې د ټينیګیدا او د اوربند په ضد د هڅوخبر ورکړی ؤ.

 د یمن د لوړې سیاسی شورا مشرمهدي المشاط په یولړڅرګندونو کې له نیواکګرو سره د مبارزې په دوام په ټينګار سره د امریکاحکومت د جنګ د دوام مسئول اوپه یمن کې په جنایتونو کې شریک بللی دی.

په یمن کې د جنګ په داسې حال کې  نهم کال ته داخل شوی دی چې  د اور بند درامینځةکولو لپاره  هماغه شان هڅې دوام لري.

 د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر  نیواکګرانو ته په خبرداری ورکولو سره ووئیل، هیڅکله  به  له خپلو مقدصو موخو  پشا نه شو  او د هیواد دبشپړ حاکمیت ساتل هغه که په سمندري ،مځکني او یا هوائي ډګر کې وي ،هیڅکله  به ئې په سر له چا سره معامله ونه کړو.  

  المشاط په دې خبرې په ټينګار سره  چې امریکا  په یمن کې د دهرډول سولې د ټينګیدا خنډ ده ، ووئیل،  هغه ټول اقدامات چې  دیمن په نیول شوو ولایتون کې ترسره کیږي، په یمن کې د خپل شتون د رواوالي  او د خپلو سیاستونو د تپلو لپاره د امریکائي نیواکګرو د دسیسو په لړ کې  ترسره کیږی.

د یمن  سرچینو له دې مخکې هم د یمن په ضد په ائيتلاف کې د امریکا له خوا د خپلو تالی څټود لمسَولو په خاطرپه دغه هیواد کې د دایمی سولې د ټينیګیدا او د اوربند په ضد د هڅوخبر ورکړی ؤ.