Jul 23, 2023 13:02 Asia/Kabul
  • د یمن د ګیسو او تیلو عایدات  د یمن د ولس حق دی

د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر په ډاګه کړه ، د صنعا حکومت، د سعودي عربستان  بانک ته د یمن د تیلو او ګیسو د عایداتو د منتقلیدا په وړاندې  د حکومت د کارکونکو  د حقوقو یا تنخواګانو د ورکولو لپاره  د ریاض له وړاندیز سره کلک مخالفت کړی دی.

المیادین چینل  راپور ورکړ په دې باب د عربستان وړاندیز چې ریاض د یمن والو کارکونکو تنخواګانې  تر یوه کال پورې د اور بند دتمدیدیدا او د یمن د تیلو د صادراتو د بیرته پیلیدا په بدل کې په سعودي ریال سره ورکوي،  په تیرې جنورۍ کې  وړاندې شوی دی.

 د صنعا حکومت هم له عربستانه غوښتي دي د یمن د تیلو له صادراتو دې څنګةشي څو یمن وال دخپلو تیلو او ګیسو سرچینې پخپل لاس کې واخلي او د یمن د ټولو کارکونکو  دتنخواګانو  د ورکولو لپاره د یمن دتیلوله  صادراتو څخه ترلاسه کیدونکي عایدات کافي دي.

المسیره خبری چینل راپور ورکړ،د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدي المشاط  بیګا په یو لړ څرګندونو کې ووئيل،سعودیان غواړي ،دیمن تیلی شتمنۍ لوټ کړي او دعربستان ملی بانک ته ئې  منتقلې کړي او بیا ئې دمونږ کارکونکو ته صدقه کړي.

د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر د کارکونکو د حقوقو د ورکولو په باب  دسعوډي عربستان د کارړنګونې ګرَّمه امریکا ګڼي او دغه هیواد ته سپارښتنه کوي ،په یمن والو کې دې دخپل ځان لپاره دښمنان نه جوړوي،ځکه د کارکونکو  د تنخواګانو څخه په مخنیوي سره څه دپاسه  لس میلیون یمن وال  دخپل ځان دښمنان جوړوي.

المشاط په دوام کې ووئيل،د حقوقو دتامینولو لپاره به په راتلونکي کې هڅه وکړو او دا د دښمن له لاسه اخلو.په همدې ارتباط کې  د یمن د لوړې سیاسی شورا اقتصادي کمیشن هم اعلان کړی  دی ، د دغه هیواد په نیواکي سیمو کې ګډوډ اقتصادي او معیشتي  وضعیّت  د یمن د مستعفی او فراری حکومت او د تیریګر ائيتلاف  په غاړه  دی ،یمن څه دپاسه اته کاله کیږي چې  د   امریکائي عربی ائيتلاف له تیریګرو سره  دیمن د  ولسی کمیټیو او وسلوال ځواک ترمینځ د دوامدار  جنګ شاهددی چې  په مختلفو اړخونو کئې ئې  نتیجې منعکسې شوي  او د ملګروملتو د راپور په اساس، په نړۍ کې په ترټولو بد انساني بحران بدل شوی دی .

 

ټیګونه