په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانېدا
صهیونیستي ځواکونو په نیواکي قدس کې د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو د بهیر په دوام کې دا ځلې د یوې بې وزلې فلسطیني کورنۍ کور ور هوار کړی دی.
د صهیونیست رژیم تندلارې کابینې د دې رژیم د لومړي وزیر نتانیاهو په ملاتړ په نیواکي قدس او د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې د فلسطینیانو د کورونو ورانولو بهیر ته چټکتیا وربخښلې ده.
په یادو سیمو کې د فلسطینيانو د کورونو ورانول او د هغوی په ځمکو صهیونیستانو ته د ښارګوټو جوړونه، د قدس شریف او د اردن د سیند د لوېدیځې غاړې د نفوس د جوړښت د بدلون په موخه تر سره کیږي.
د ایران پرس له راپور سره سم، صهیونیستي فوځیانو تېره ورځ د نیواکي قدس په بیت حنینا سیمه کې په زوره د یوه فلسطیني کور ور هوار کړی دی.
دغه کورنۍ په زوره له کوره ایستل شوي او له خپلو ماشومانو سره د صهیونیستي ځواکونو له لورې د خپل کور د ورانولو کتونکې وه.
صهیونیستي رژیم د لوېدیځو هیوادونو او د امریکا په ملاتړ او د ملګرو ملتونو او یو شمېر اسلامي هیوادونو له چوپتیا څخه په استفادې سره هره ورځ د فلسطینیانو کورونه ورانوي او د هغوي د ځمکو په غصبولو سره، صهیونیستي ښاریزو ښارګوټي جوړوي.