د ترکیې په بنګل ولایت کې زلزله شوې
د جمعې په سهار د ترکیې په جنوب ختیځ کې بنګل ولایت د ریښتر په کچه د ۴،۳ درجې یوې زلزلې ولړزاوه.
د جمعې په سهار د ترکیې په جنوب ختیځ کې بنګل ولایت د ریښتر په کچه د ۴،۳ درجې یوې زلزلې ولړزاوه.
د TRT خبري سایټ په وینا؛ د ترکیې د طبیعي پیښو او بیړنیو حالاتو ادارې د زلزلې مرکز د بنګل ولایت په کرلي اووا ولسوالۍ کې اعلان کړ.
دغه زلزله په ځايي وخت په ۴:۵۵ دقیقې د ۷،۴ کیلومترو په ژوروالي کې شوې ده.
تر اوسه د دغې زلزلې د احتمالي زیانونو یا تلفاتو په اړه کوم خبر نه دی خپور شوی.
د روان کال د فبرورۍ په شپږمه د ریښتر په کچه د ۷.۷ او ۷.۸ درجو په دوو زلزلو کې د ترکیې په ۱۱ جنوبي ولایتونو کې ۵۰ زره ۷۸۳ کسان وژل شوي وو چې ۷۳۰۲ یې کډوال وو.
دغه راز په دغو دوو زلزلو کې چې د ترکيې حکومت ته يې له سلو میلياردو څخه زيات مالي زيانونه اړولي، د استوګنې شپږ سوه زره کورونه او ودانۍ ويجاړې شوې او په ميليونونو خلک بې کوره شول.