په ترکیه کې د ۶۵ سلنه انفلاسیون وړاندوینه
د ترکیې د ولسمشر لومړي مرستیال، د اقتصادي چارو کارپوهانو د وړاندوینې له مخې خبر ورکړی چې د روان کال تر پایه به په دغه هیواد کې د انفلاسیون کچه ۶۵ سلنه او د تیر کال له اوسط سره برابره وي.
د ترکیې د ولسمشر لومړي مرستیال، د اقتصادي چارو کارپوهانو د وړاندوینې له مخې خبر ورکړی چې د روان کال تر پایه به په دغه هیواد کې د انفلاسیون کچه ۶۵ سلنه او د تیر کال له اوسط سره برابره وي.
ترکیه له میاشتو راهیسې له اقتصادي بحران سره مخ ده.
په ترکیه کې د لیرې ارزښت کمیدل، د انفلاسیون زیاتوالی، بیکارۍ او د بې وزلۍ زیاتوالی په دې ورځو کې د دغه هیواد د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې د ترکیې د ولسمشر لومړي مرستیال جودیت یلماز د پنجشنبې په ورځ د ترکیې د منځمهاله اقتصادي پلان د تشریح کولو په ترڅ کې په یوه خوشبینانه ارزونه کې د خپل هیواد د انفلاسیون کچه په روان کال کې ۶۵ فیصده او په راتلونکي کال کې د ۳۳ فیصده وړاندوینه وکړه.
د ترکیې د ولسمشر لومړي مرستیال د ټولنې د هوساینې زیاتوالی او د ټولنیز عدالت تحقق په اقتصادي ډګر کې د ترکیې د حکومت د منځمهاله پلان یو له مهمو محورونو څخه وباله او زیاته یې کړه: د خپلواکۍ په چوکاټ کې د ترکیې مرکزي بانک د اقتصاد جوړښتي پرمختګونه تعقیبوي، او موږ تمه لرو چې د هغې د پریکړو اغیزې به په منځني وخت کې د پام وړ بڼه ښکاره کړي.
په ترکیه کې د روان کال په پای کې د انفلاسیون د کچې وروستۍ وړاندوینه د دغه هیواد د مرکزي بانک له اټکل شوي اوسط انفلاسیون څخه اوه سلنه لوړه ده.