د اربعین حسینی د زیارت کوونکو زیاتوالی
(last modified Sat, 09 Sep 2023 09:03:11 GMT )
Sep 09, 2023 13:33 Asia/Kabul
  • د اربعین حسینی د زیارت کوونکو زیاتوالی

د اربعین حسینی (ع) مرکزی دفتر د اربعین زیارت کوونکو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ او وایي، سږ کال څه باندې ۴ میلیونه زیارت کوونکو په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د ایران د اربعین حسینی (ع) مرکزی دفتر د اربعین زیارت کوونکو د شمیر د زیاتیدو خبر ورکړ او وایي، سږ کال څه باندې ۴ میلیونه زیارت کوونکو په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د ۱۴۴۵ هجری قمری کال د صفرې د میاشتې شلمه نیټه د کربلا په دښته کې د نړۍ د شیعه ګانو د دریم امام حضرت امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت ورځ وه.

د اربعین حسینی (ع) مرکزی دفتر وایي، سږ کال د زیارت کوونکو شمیر څلور میلیونه او پنځوس زره تنو ته لوړ شوی وو، چې د تیر کال په پرتله ۱۸ فیصده زیات شوی دی.

د اربعین حسینی (ع) مرکزی دفتر نن (شنبه) په ۲۷ ګڼه خپره شوې خبرتیا کې ویلي چې سږ کال د اربعین حسینی (ع) په ستر او نړیوالو مراسمو کې د زیارت کوونکو شمېر څلور میلیونه او ۵۰ زره کسانو ته رسیدلی وو، چې د تېر کال په پرتله يې په سلو کې ۱۸ فیصده زيات شوي دي.

د دې اعلامیې په متن کې ویل شوي چې د مهران سرحدي ټرمینل په ګډون په ټولو سرحدي ټرمینلونو کې وضعیت ښه دی.