په عراق او سوریه کې د امریکا اډې په نښه شوي
(last modified Fri, 03 Nov 2023 08:54:03 GMT )
Nov 03, 2023 13:24 Asia/Kabul
  • په عراق او سوریه کې د امریکا اډې په نښه شوي

خبري سرچینې وایي، په عراق او سوریه کې د امریکا اډې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په نښه شوي دي.

د المیادین شبکې د راپور له مخې، په عراق کې د مقاومت ډلې په اربیل کې د امریکا اډه د بې پیلوټه الوتکې د برید په وسیله هدف ګرځولې.

د دغه راپور له مخې، د سوریې په «الشدادی» ښار کې د امریکا پوځی اډه هم د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوه.

د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ په یوې بیانیې کې په حریر هوایی اډې د ډرون حملې مسئولیت په غاړه واخیست او ټینګار یې وکړ دغه حملې د غزې له خلکو سره د مرستې او د غاصب صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په ځواب کې ترسره شوي دي.

له بلې خوا د عراق د اسلامی مقاومت غورځنګ د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چې د فلسطین په ملاتړ کې یې د صهیونیسټ رژیم اړوند یو مهم هدف د بحرالمیت سمندر په څنډو کې په نښه کړی دی.

د عراق مقاومت ډلې ټینګار کړی چې د صهیونیسټ دښمن مرکزونه به په نښه کړی.

د فلسطین په اشغال شوې خاوره کې د جګړې له پراخیدو وروسته په تیرو څو ورځو کې د عراق او سوریې په بیلابیلو سیمو کې د امریکا په اډو بریدونه شوي او د پي این په کمپاینونو کې په لسګونو امریکايي پوځیان ژوبل شوي دي.

 

ټیګونه