امریکائي عسکر دې له عراقه خپلې پښې سپکې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i141196-امریکائي_عسکر_دې_له_عراقه_خپلې_پښې_سپکې_کړي
د عراق د عصائب  اهل الحق غورځنګ عمومی منشي  قیس الخزعلی  پرون  په بغداد کې د ملګروملتو  له استازي  جنین پلاسخارت سره په کتنې کې له خپل هیواده د امریکائي عسکرو پر وتلو ټينګار وکړ.
(last modified 2023-11-08T02:01:41+00:00 )
Nov 08, 2023 06:27 Asia/Kabul
  • امریکائي عسکر دې له عراقه خپلې پښې سپکې کړي

د عراق د عصائب  اهل الحق غورځنګ عمومی منشي  قیس الخزعلی  پرون  په بغداد کې د ملګروملتو  له استازي  جنین پلاسخارت سره په کتنې کې له خپل هیواده د امریکائي عسکرو پر وتلو ټينګار وکړ.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،  قیس الخز علی  په دغې کتنې کې  دې ته په اشارې سره  چې  دعراق د ولس غوښته  له خپل هیواده د بهرنیو عسکرو وتل دي ،د عراق ملی حاکمیّت ته داحترام ، ددغه هیواد  دولس غوښتې په  نظر کې  په نیولو او دله دغه هیواده د بهرنیو عسکرو  دوتلو په ضرورت ټينګار وکړ.  هغه  همداراز  دغزې د بوږنونکي وضعیّت په باب  له جنین پلاسخارت سره خبرې اترې وکړې او د غزې د مظلوم ولس په ضد ئې د وحشي صهیونیسټي رژيم  دڅاري ډولو دحملو او بمباریو د دریدا په ضرورت ټينګار وکړ.

قیس الخز علی  یوځل بیا د فلسطین له موضوع دعراق د ولس چورلټ ملاتړ یاد کړ او د صهیونیسټ رژيم په محکومیّت کې ئې د  ملګروملتو له دریځه چې  په واضح ډول ئې  چې په روښانه ډول د فلسطینیانو په ضد ئې نسل وژنې ته مخه کړې ده  او غزه ئې د  ماشومانو په قبرستان بدله کړې ده ستاینه وکړه  او د  اسرائيلو د جنایتکار رژيم  دجنایتونو په مخکومولو او  ددغه وحشي رژيم د جنایتونو  په وړاندې دئې د سختو دریځونو   دغوره کولو غوښتنه وکړه.