په غزه کښې دې د صهیونیسټانو جنایتونه بند شي
د ایران او الجزایر د پارلیمانونو مشرانو په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو په بندیدو ټینګار وکړ.
د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) مشر«محمد باقر قالیباف» پرون د الجزایر د ملي پارلیمان له مشر «ابراهیم بوغالي» سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د فلسطین د خلکو په تیره بیا په غزه کښې د مظلومو ښځو او ماشومانو په وژله کښې د صهیونیسټي رژيم له تشدده د ډک چلند دوام ته په اشارې سره زیاته کړه: د ایران اسلامي شورا د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د عملي لاروچارو د څیړنې په لړ کښې د اسلامي هیوادونو د پارلیمانونو د مشرانو په سویه د فلسطین د دائمي کمیټې د بیړنۍ غونډې ترسره کیدو ته پوره چمتو دی.
د ایران د اسلامي شورا مشر د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ او د نیواکګر صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندنه کښې د الجزایر د پارلمان د هلو ځلو په قدرونې سره د دغه هیواد د دریځ او رول په قدرونې سره څرګنده کړه: نړیوالو ټولنو او ډیرو هیوادونو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه حملې غندلې دي او په دې وروستیو کښې د امنیت شورا په غونډه کښې یې هم د سمدستي اوربند غوښتنه وکړه خو امریکې د اسرائیلو د جنایتونو په ملاتړ سره دغه اقدام وټو کړ.
د الجزایر د پارلیمان مشر هم د فلسطین د ولس له آرمانه په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د پریکنده درځونو په قدرونې سره ویل: سره له دې چې د غزې په جنګ کښې د ډیرو بیګناه خلکو وینه وبهیده او ډیر روغتونونه، کلیساوې، جوماتونو او کورونه وران شول خو د فلسطینیانو ارمان خپل مقام ته ورسیده.
هغه له اسرائيلو په ملاتړ کښې د امریکې په تګلارې باندې په نیوکې سره زیاته کړه: د نړۍ خلک د امریکې د غیرانساني کړنو سخت مخاللف دي او هغه غندي او د فلسطین د مظلومو خلکو د نسل وژنې په بندیدو ټینګار لري.