غزه کښې یو بل فلسطیني خبریال شهید شو
د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې د یو بل فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.
د فلسطین د اطلاع رسونې دفتر د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژیم په حمله کښې د یو بل فلسطیني خبریال د شهادت خبر ورکړ.
د فلسطین د الرای خبري آژانس مرستیال مشر احمد جال المدهون د غزې په شمال باندې د صهیونیسټي رژيم په برید کښې شهید شو.
دغه خبرتیا زیاتوي چې د یاد فلسطیني خبریال په شهادت سره په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم د تیري له پيل راهیسې په دغې سیمې کښې د شهید شویو خبریالانو شمیر ۱۰۱ تنو ته ورسید.
د خبرتیا پّ دوام کښې راغلي چې په دې موده کښې په غزه کښې ۹۲ ښوونځي او پوهنتونونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د ویلو ده چې د اکتوبر له اوومې راهیسې د غزې د شهیدانو ټول شمیر له ۲۰ زرو اوښتی او د زخمیانو شمیر هم ۵۴ زرو ته کابو شوی دی.